برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د روغتیا وزیر او د اشرف غني سلاکار څارنوالۍ ته معرفي کول

آریانانیوز: مشرانو جرګې د حکومت یو شمېر غړو له کرونا سره د مبارزې د کمېټې مشر او د اشرف سلاکار «وحید عمر» او د روغتیا وزیر «» لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي، د روغتیا وزیر له کرونا سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی او وحید عمر بیا د هغه اووه ویشت میلیونه بودیجې په اړه وضاحت ندی ورکړی، چې نوموړي د عامه پوهاوي تر نامه لاندې مصرف کړې
یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې مشرانو جرګې وحید عمر او فېروزالدین فېروز فوق العاده غونډې ته بللي وو، خو هغوی حاضر شوي نه وو
مشرانو جرګې غړو هماغه مهال ګواښ کړی وو، که یاد شوي چارواکي او ټيم یې تر څلورویشت ساعتونو حاضر نشي، دوی به یې لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي او له حکومت سره به خپله همکاري پرېږدي.
په ورته وخت کې له کرونا سره د مبارزې په وړاندې د حکومت په چلند ګڼ انتقادونه شته
منتقدین وایي، حکومت د کرونا په نامه شوې مرستې په انحصار کې ساتي، چې بې باوري یې رامنځته کړې.

شریک یي کړئ!