برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روسيې د دفاع وزارت غبرګون

آریانانیوز: روسيې د تاجکستان پولې ته څېرمه د تخار درقد ولسوالۍ کې د بمبارۍ ادعاوې رد کړي ديی.


د روسيې دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي، چې د روسيې نظامي الوتکو د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه هېڅ عمليات نه دي کړي.
د روسيې دفاع وزارت وايي، داسې خبرونه يې ترلاسه کړي، چې روسي الوتکو د تاجکستان پولې ته څېرمه د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي، خو دغه ډول خبرونه له حقيقته لرې دي.
د تخار ولايت چارواکو ادعا کړې وه، چې تاجکستاني الوتکو په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي دي.
بل پلو د تخار ولايت وياند جواد جوهري ويلي، چې د نشه يي توکو قاچاقبرانو د تاجکستان پوله ساتو پوځيانو سره د جګړې پر مهال دوه تاجکي عسکر وژلي او په مقابل کې يې تاجکي الوتکو پر قاچاقبرو بمبار کړی دی.
ځينې چارواکو ادعا کړې وه، چې دغه بمبار روسي الوتکو کړی دی.
يوې امنيتي سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د ګډ حکومت مسوولين په لوی لاس پر درقد ولسوالۍ شوي بريد ته ډېر رسنيز پوښښ ورکوي تر څو په مسکو کې د افغان سولې راتلونکې غونډه پرې پيکه وښودل شي او يا هم د دغې بمبارۍ او مسکو غونډې تړاو ښکاره کړای شي.
د سرچينې په وينا د تاجکستان پولې ته څېرمه د افغان قاچاقبرانو او تاجک پوليسو ترمنځ وخت پر وخت نښتې کيږي، خو دا لومړی ځل دی، چې حکومت پلوو رسنيو ډېره پاملرنه ورته کړې ده.

شریک یي کړئ!