برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د روانې اونۍ تر پايه به د ولسمشريزيو ټاکنو دلومړنیو پایلېو اعلان

آریانانیوز: دیوراپور له مخی د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي،نن يکشنبه به په اوو پاتې ولايتونو کې د رايو شمېرنې بهير له سره پيليږي او د دغه بهير تر بشپړېدو د روانې اونۍ تر پایه به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو کميسيون يوه کمشنر اورنګزيب پرون په کابل کې رسنيو ته وويل، په ۲۷ ولايتونو کې د رايو بیا شمېرنې بهير بشپړ شوی، سر له سبا به د بهرنيو او کورنيو څارونکو په شتون کې د پاتې اوو ولايتونو رايو شمېرنه هم پيليږي او ښايي د روانې اونۍ تر پايه به د ولسمشريزيو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ولسمشريزو ټاکنو معترض نوماند عبدالله عبدالله پلويانو له تېرې يوې مياشتې راهيسې د شمال په اوو ولايتونو «بدخشان، بغلان، سرپل، جوزجان، فاریاب، تخار او پنجشېر»کې د ټاکنو کميسيون دفترونه تړلي وو او د رايو بيا شمېرنې مخالفت يې کاو، خو عبدالله عبدالله تېره ورځ په کابل کې د خپل ټاکنيز ټيم له مشرتابه سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال پر خپلو پلويانو غږ وکړ، چې د ټاکنو کميسيون دفترونو د پرانيستو او د رايو بیا شمېرنې ته اجازه ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي