برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د رایو د ځانګړې پلټنې پروسه تحریم

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ډاکټرعبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په کابل کې د خبري ناستې پرمهال د رایو بیاشمېرنې او پلټنې پروسه تحریم کړه
د دغه ټاکنیز ټیم جګ پوړي غړي فضل احمد معنوي غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم له څاروونکيو پرته د جنجالي رایو بیا شمېرنه او پلټنه پيل کړي او د دوی دغه کار د ټاکنو له قانونه سرغړونه ده
معنوي خبرداری ورکړ چې که چېرې کمیسیون د رایو په بیا شمېرلو او پلټنه کې قانون رعایت نه کړي، دوی به له دغې پروسې ووځي
نوموړي د ۲۰۱۴کال ټاکنو ته په اشارې دغه راز وویل چې دا ځل به د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پرېکړو پر وړاندې درېدو سره د خلکو د پاکو رایو دفاع کوي
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ بيا وايي دوی ټولو ټاکنیزو ټیمونو ته بلنه ورکړې وه چې خپل څاروونکي د رایو بیا شمېرنې او پلټنې ته واستوي او پر دغه کمیسیون باور ولري
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د رایو د بیا شمېرنې او پلټنې ځانګړې پروسه نن له غرمې وروسته د ټاکنیزو ټیمونو او پر ټاکنو د څارونکيو بنسټونو د استازو په ګډون له څو ساعته ځنډ وروسته پيل شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي