برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د راشد خان لوبه له خوب او خیاله هم لوړه وه”

وروسته له هغه چې راشد خان د هند په غوره ليګ سياليو کې تېره شپه ښه وځلېد او خپله لوبډله يې پايلوبې ته ورسوله، د کرکټ د نړۍ اوسنيو او پخوانيو ستورو د هغه ستاینه کړې ده.


د هند غوره ليګ سياليو (اى پي اېل) کې تېره شپه د سن رايزرز حيدر اباد چې راشد خان په کې لوبېږي او کلکتې لوبډلو ترمنځ لوبه وه چې د راشد خان د ښې لوبې له امله سن رایزرز لوبډلې بريا ترلاسه کړه او د دې سياليو پاىلوبې ته یې لاره ومونده.
راشد خان په دې لوبه کې لومړى پر ١٠ توپونو د ٤ شپږيزو په وهلو سره ٣٤ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې یې درې لوبغاړي وسوځول، یو لوبغاړی یې رن اوټ هم کړ او دوه کېچونه یې واخيستل.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او د کرکټ يو وتلى ستورى سچن ټنډولکر راشد خان د نړۍ په کچه يواځېنى غوره ليګ سپنر توپ اچوونکى بللى دى.
هغه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي: ((پخوا مې ويل چې راشد خان يو ښه سپنر توپ اچوونکى دى، خو اوس له کوم تردد پرته ويلى شم چې هغه د نړۍ په کچه د شل اووريزو لوبو تر ټولو غوره ليګ سپنر توپ اچوونکى دى.))
ټنډولکر چې د هند د غوره ليګ سياليو د بمبی لوبډلې سر روزونکى هم دى، ويلي، راشد خان د ډېر ښه توپ اچوونکي تر څنګ ښه انسان هم دى.
د خپلې زمانې د کرکټ غوره لېګ سپنر توپ اچوونکى اسټراليايي لوبغاړى شين وارن په ټويټر کې ليکلي چې په اي پي اېل سياليو کې يې ډېر لېګ سپنر لوبغاړي ليدلي، خو د راشد خان په څېر لوبغاړى يې نه دى ليدلى.
هغه زياته کړې، پر دې وياړي چې راشد خان کرکټ لوبه په بې کچې مينې سره کوي او د فشار پر مهال بيا تر ټولو ښه لوبه کوي.
د يادونې ده، د اسټراليا شين وارن او د سريلانکا مورلي دهرن د خپل وخت د نړۍ د لومړۍ درجې لېګ سپين توپ اچوونکي وو.
دا يو ډول سست توپ اچونه ده چې توپ ناڅاپه ښي او يا هم چپ لوري ته تاوېږي او توپ وهونکو ته ستونزې جوړوي.
د هند پخوانى لوبغاړى او اوسنى مشهور مبصر سنجي منجريکر ويلي، ځيني مهال خوبونه او خيالونه هم له حقيقت سره نږدې وي، خو د راشد خان بېګنۍ لوبه له خوب او خياله هم لوړه وه.
د کرکټ د نړۍ مشهور مبصر اکاش چوپرا ويلي: ((راشد د اوسني کرکټ تر ټولو ارزښتناک لوبغاړى دى.))
د هندوستان د غوره ليګ کرکټ سياليو مشر راجيو شوکلا د راشد خان د بېګنۍ لوبې په اړه ويلي: ((اتل لوبغاړي راشد خان ډېره ښکلې لوبه وکړه.))
د نړيوالو تر څنګ د افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل، يو شمېر نورو پخوانيو او اوسنيو لوبغاړو، چارواکو، سياسيونو او مينه والو هم د راشد خان د لوبې ډېره ستاينه کړې ده.
د يادونې ده، راشد خان د هند په غوره ليګ سياليو کې نوى ريکارډ جوړ کړ او لومړنى بهرنى ليګ سپنر لوبغاړی شو چې په يو سيزن کې یې ٢١ لوبغاړي سوځولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي