برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د طالبانو لخوا د فیسبوک د بندولو په اړه اندیښنه څرګنده کړه

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمیټه د فیسبوک د بندولو په اړه د طالبانو پریکړه د اندیښنې وړ بللې ده.


دغې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو دا اقدام به په افغانستان کې د اطلاعاتو ازادي سخته زیانمنه کړی.

د خبريالانو د خونديتوب د کميټې د اسيايي پروګرام همغږي کوونکي بيه ليي وويل: افغانستان کې د فیسبوک کارونې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د رسنیو د زوال او د دغه صنعت د سقوط تر یوه حده مخنیوی کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو پلان چې فیسبوک ته لاسرسی محدود یا یې بند کړي په افغانستان کې د معلوماتو ازادۍ ته یو بل ګوزار وي. د فیسبوک په ګډون خواله رسنیو پلټ فارمونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ او د مطبوعاتو د ازادۍ د ځپلو او د افغانستان د رسنیو د صنعت د زوال له امله رامنځته شوې تشه ډکولو کې مرسته کړې ده.

د هغه په وینا، د فیسبوک بندولو پلان به په افغانستان کې د طالبانو لخوا سانسور ته شدت ورکړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهیسې د خبریالانو په نیولو سربېره افغانستان کې ځینو خبري وېبپاڼو ته یې هم لاسرسی محدود کړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر نجیب الله مهاجر د یکشنبې په ورځ د وري په ۱۹مه وویل چې وزارت یې د فیسبوک په ګډون د ځینو خواله رسنیو په بشپړه توګه یې د تړلو پلان نهايي کړی دی.

 

شریک یي کړئ!