برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د حج په مراسمو کې د فلسطین له خلکو د طالبانو ملاتړ

د طالبانو رئیس الوزراء په یوه پیغام کې د نړۍ له مسلمانانو په ځانګړې توګه له حاجیانو وغوښتل چې د فلسطین د مظلومو خلکو لپاره دعا وکړي.


د طالبانو ارګ د دې ډلې د رئیس الوزراء د اختر پیغام په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړی دی.

محمد حسن اخند په دې پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې په ټینګه د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي.

د طالبانو رئیس الوزراء محمد حسن اخند د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: د ویاړ ځای دی چې مؤمنان اختر د امنیت، ډاډمنه او خوښۍ په فضا کې لمانځي. په دې برخه کې هېڅوک د وېرې او ناامنۍ احساس نه کوي.

محمد حسن اخند په دغه پیغام کې له هېوادوالو وغوښتل چې د طالبانو له حکومته په کلکه ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه: خلک شپه او ورځ د هېواد هرې برخې ته په ازاده توګه سفر او مزل کولای شي، زموږ کلي او ښارونه له بمباریو، جګړو او دردونکو پېښو خوندي دي.

د طالبانو رئیس الوزراء وزیر زیاته کړه: زما پیغام ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه حاجیانو ته دا دی چې په خپلو دعاګانو کې د فلسطین مظلوم مسلمانان هیر نکړي. له خپلو مسلمانو وروڼو سره خواخوږي زموږ دیني وجیبه ده. راځئ چې د دوی درد احساس کړو او څومره چې کولی شو مرسته وکړو.

شریک یي کړئ!