برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د جولائي په میاشت کښې د بین الافغاني مذاکراتوپيل

آریانانیوز: دیو راپور له مخې، Deborah Lyons ډیبورا لاینس د ملګرو ملتو امنیتي شورا ته وروستې ورځ د افغانستان سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه خپل درې میاشتنۍ راپور په وړاندې کولو سره وویل: د بین الافغاني خبرې اترې د جولائي په میاشته کښې د قطر په پلازمینه دوحه کښې پيل کېږي.
هغې زیاته کړه: د افغانانو تر منځ خبرې اترې به وخت اخیستونکي او پیچلي وي ، او د حکومت ډله او طالبان باید انعطاف ولري.
د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې استازې د لاسته راغلۍ فرصت د افغانستان د سولې لپاره بې سارۍ وباله او زیاته یې کړه: زه په راتلونکو څو اونیو کې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته خوشبین یم.
په داسې حال کې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی، عادل راز وویل: چې د افغانستان حکومت د سولې د خبرو اترو د پیاوړي کولو په موخه درې زره او اته سوه دیارلس طالب بندیان له بند څخه خوشې کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي