برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جوزجان اوسېدونکي: که تسلیم شوي داعشیان مجازات نه‌شي، ځانونه به وسوځوي

آریانانیوز: د جوزجان د درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، دولت باید هغه داعشیان مجازات کړي چې څو ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.


د دوی په وینا، داعش‌ ډلې د دوی لسګونه خپلوان تښتولي او تر جنسي تېري وروسته یې وژلي دي.
د دغو اعتراض‌کوونکو له ډلې حلیمې او حاجي نورمحمد سلام‌وطندار ته وویل، یادو جنګیالیو د خلکو پر کورونو، مال او ناموس تجاوز کړی او وژلي یې دي. د دوی په وینا، داعشیانو غټان څه، چې پر ۱۰ کلنو او ۱۵ کلنو نجونو هم جنسي تېري کړي او له ۱۲ کلنې نجلۍ سره واده کول روا بولي.
اعتراض‌کوونکي حکومت ته خبرداری ورکوي، که تسلیم شوي داعشیان خوشې ‌کړي، د ولایت مقام مخکې به ځانونه وسوځوي.
په همدې حال کې د جوزجان ولایتي شورا غړی حفیظ‌الله ندرت وايي، په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې ځینې سیمه‌ییز چارواکي ښکاره داعش‌ډله تمویل او تجهیزوي. نوموړی ټینګار کوي چې هغوی هم باید له دندو لرې او مجازات شي.
بله‌خوا د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې د داعشیانو جنایتونه تاییدوي او وايي، د یادو ولسوالیو شاوخوا ۱۲۰ اوسېدونکو عرض‌پاڼې یې ملي امنیت ته لېږلې دي.

نوموړی ډاډ ورکوي، که پر تسلیم شویو داعشیانو شته ادعاوې ثابتې شي، سزا به ورکړي.
بله‌خوا د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، دولت ته تسلیم‌شویو داعشیانو نه د څېړنو له‌پاره یو پلاوی له کابله جوزجان ولایت ته رسېدلی دی.
څو ورځې وړاندې شاوخوا ۲ سوه داعش‌جنګیالي او د دې ډلې مشران تر هغې وروسته چې له طالبانو وتښتېدل، دولت ته تسلیم شول.

شریک یي کړئ!