برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جنرل دوستم خبردارے

آریانانیوز: د ولسمشر وړومبي مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم پرون ماسپښین ناوخته پلازمېنه کابل ته له رسېدو وروسته د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالی د امنیې قوماندانی پخواني قوماندان د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو غوښتنه وکړه.


جنرال دوستم همدارنګ دحکومت ته خبرداری ورکړ چې که چیرې ولسمشر غني د قوماندان قیصاري د خوشې کولو په اړه د هغه غوښتنه ونه مني نو هغه به یوځل بیا افغانستان پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ملي ګوند چارواکو له دې وړاندې ویلی و چې جنرال عبدالرشید دوستم کابل ته ستنېږي او هېواد ته له راګرځېدو وروسته نومړی به د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د یاد ګوند ویاند بشیر احمد تینج دا هم ویلي و چې د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره هلې ځلې به د ولسمشر لومړی مرستیال په لومړیتوبو کې ځای ولري.
نوموړی په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د جنبش ملي ګوند پلویان به د وروستيو تحولاتو په وړاندې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او د راتلونکو برنامو په اړه به په ګډه پرېکړه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي