برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د جمې د لمانځه په اړه دعالمان تفاهم

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب وايي، ټول هېواد کې یې دیني عالمانو ته لارښوونه کړې چې د کورونا ویروس په اړه دې جوماتونو کې د ممبرونو له لارې غږ پورته کړي او دا چاره به تر هغې جاري وي چې څو کورونا ویروس په بشپړ ډول نه وي کنټرول شوی
منیب زیاتوي چې پر کورونا ویروس د اخته کېدو او د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه دې د جمې د لمانځه په اړه عالمان یوه تفاهم ته ورسېږي
د حج او اوقافو وزیر وايي، خلک دې ستړي مه‌شې کې له لاس او غاړې ورکولو ډډه وکړي
مولوي عبدالحکیم منیب د خپلو خبرو په دوام کې وویل، ټولو خطیبانو ته یې ویلي چې خطبې لنډې کړي او خلکو ته یې وینا ده چې سنت او نفلي لمونځونه دې په کورونو کې وکړي
د حج او اقافو وزیر زیاتوي، یو شمېر کړۍ هڅه کوي د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د ځینو اسلامي احکامو پلي کولو کې د دیني عالمانو تر منځ اختلاف پیدا کړي؛ خو دا هغه وخت دی چې تر هر څه مخکې یووالي ته اړتیا ده
ډاکټران وایي، تبه، زکام، سردرد، وچ ټوخی، ساه لنډي او ځان درد هغه نښې دي چې په کورونا د اخته کس په بدن کې راڅرګندېږي
د علماوو د سرتاسري شورا غړی، شېخ خدا بخش محسني وايي، ناروغۍ په ځانګړي ډول کورونا ویروس هر چا ته لګېدونکی دی، خلک دې هغه ټولې لارښوونې عملي کړي چې د ډاکترانو او دیني عالمانو له لوري خلکو ته ورکول کېږي
نوموړی زیاتوي، که یو ځل دا ناروغي په ډېرېدو شوه، بیا به یې کنټرول د حکومت له وسې پورته وي
دغه راز د پل خشتي جومات خطیب او د علماوو شورا غړي مولوي عنایت الله وايي، په نبوي احادیثو کې راغلي چې که چېرې کوم ځای کې وبا یا ساري ناروغي خپره شوه، نو هلته دې خلک له ورتګه ډډه وکړي او دغه راز د هماغه ځای خلک دې نورو سیمو ته له تلو ډډه وکړي.

شریک یي کړئ!