برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د تقلبي رأیو په اساس حکومت جوړېدو ته اجازه نه ورکول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د ثبات او همپالني ټاکنیزي ټیم عبدالله عبدالله جمعه ناوخته کابل کي د خپلو پلویانو تر منځ اعلان وکړ چي په هغو ۷ ولایتونو کي چي پلویانو یې د رایو د بیا شمېرني مخه نیولې ده، د دې بهیر د بشپړېدو اجازه ورکوي
هغه د له خپل پلویانو وغوښتل چي له بل سبا ‘یکشنبې’ وروسته د دغو رایو د بیا شمېرني اجازه ورکړي
عبدالله وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د جمعې ورځي مشورتي غونډي هرکلی کوي
د نوموړي په وینا دغه غونډه د ټولو افغانانو او په ټاکنو کي د ښکيلو اړخونو لپاره یو ښه فرصت و چي پوه سي، ‘ستونزه په کوم ځای کي ده
عبدالله وویل، نن ټول پوهېږي، چي ‘ستونزه د درغلۍ او شفافیت تر منځ ده
ده زیاته کړه، پاته ۷ ولایتونو کي د ټاکنو کمېسیون د تړل سویو مرکزونو پرانیستل کيدو غوښتنه ځکه کوي چي په خبره یې نه غواړي ‘څوک بیا هم کومه پلمه وکړي
عبدالله کابل کي ماخستن ناوخته په داسي حال کي چي مرستیالان او نور مهم ملاتړي یې شاوخوا ولاړ وو وویل، هغه رایي اوس هم نه مني چي د دوی ټاکنیزي ډله اعتراض پر لري، خو په وینا یې ‘یوازې د ښه نیت څرګندولو’ له پاره یې دا پرېکړه کړې ده
د ثبات او همپالني ټاکنیزي ډلي مشر وویل: ‘د ټاکنو کمېسیون ته په کار ده چي پر خپله غیرقانوني پرېکړه له سره غور وکړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دي د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کي عمل وکړي
د نوموړي په خبره دوی او ټاکنيزي ډلي یې غوښتل له قانوني لاري خپل ږغ د کمېسیون چارواکو تر غوږونو ورسوي
ښاغلی عبدالله ده ټینګار وکړ چي ‘هيڅ څوک دي داسې خوبونه نه ویني، چي د ۲۰۱۴ کال په څېر به د تقلبي رایو له لاري پر خلکو حکومت وکړي
د ټاکنو کمېسیون نژدې یوه میاشت وړاندي پرېکړه وکړه چي د شاوخوا ۸۵۰۰ محلونو رایي د ځینو ستونزو له امله له سره شمېري
خو د ټاکنو کمېسیون د دغه پرېکړي په غبرګون کي د ثبات او همپالني ټاکنیزي ډلي مشر عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشرۍ یو شمېر نور نوماندانو اعتراضونه پيل کړل.

شریک یي کړئ!