برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ترهګرو ځالې په پاکستان کې

آریانانیوز: د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې لا هم د ترهګرو ځالې په پاکستان کې شته.


هغه زیاته کړه.دا بحث زما په باور تر نندارې ورهاخوا بل څه نه دی، ځکه د طالبانو مشرتابه په ټول قوت سره د پاکستان په معلومو ادرسونو کې په اعلان شویو شوراګانو کې حضور لري او د طالبانو مرکچي پلاوي هم په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي چې یوه میاشت وخت غواړي، څو له خپلو مشرانو څخه د پېښو په اړه لارښونې واخلي.”
ښاغلی عبدالله وایي چې تر اوسه دا ډاډ نه دی ترلاسه شوی چې اسلام اباد به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي که څنګه؟
طالبانو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي وو چې د دغې ډلې مرکچي پلاوی د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته ځي او د هغه هېواد له صدراعظم عمران خان سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي