برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته چمتووالی

آریانانیوز: د ناروې هیواد د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوت ته چې تمه ده د طالبانو او امریکا تر مذاکراتو وروسته پیل شي؛ چمتووالی ښودلی
د افغانستان لپاره د ناروې هیواد ځانګړي استازي « البرټ» د ګډ حکومت له اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» سره په خپله لیدنه کې وویل « ناروې هیواد د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره هڅې کوي او تیار دی د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي»
د البرټ سره تر لیدنې وورسته عبدالله عبدالله په خپل ټویټر ولیکل، چې د ناروي له ځانګړي استازي سره یې د افغان سولې په پروسه او د جرمني په ملتیا له بین الافغاني مذاکراتو څخه د یاد هیواد په کوربتوب خبرې کړې
ناروې داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته چمتووالی ښيي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې توافق ته نږدې ښکاري، خو تر دې دمه د حکومت او سیاسي جهتونو له لوري بین الافغاني مذارکراتي ټيم نومونه ښکاره شوي نه دي
د طالبانو ویاند «سهیل شاهین» وايي، که د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د غړو نومونه همداسې پټ پاتې شي، د خبرو لپاره لېږل کېدونکی پلاوی به د هیڅ جهت استازیتوب ونشي کړای

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي