برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بین الافغاني مذاکراتو غونډه به داځل د ازبکستان په کوربتوب

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وايي، ټاکل شوې چې دا ځل ازبکستان د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوت وکړي او زیاته کړې یې ده چې یادې خبرې به په سمرقند کې وشي.



ولسمشرۍ مانۍ د سولې د دغو خبرو په اړه چې په ثمر قند کې یې د کیدو خبر ورکړي، نور وضاحت نه دی وکړی چې کله به ترسره شي او څوک به یې ګډونوال وي.
تر دمخکې د قطر په پایتخت دوحه کې افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته تابیا نیوله شوې وه چې ټاکل شوې وه د اپریل میاشتې له ۱۹- ۲۱ نیټې پورې ترسره شي خو دغه غونډه ونشوه.
طالبانو بیا رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي وو چې د قطر غونډې د لغوه کیدو عامل حکومت دی .
د راپورونو له مخې طالبانو ویلي تر څو چې د قطر ناستې د نه ترسره کیدو علت څرګند نشي استازي به یې په هیڅ ناسته کې ګډون ونکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي