برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د بښنې نړیوال سازمان: د هزاره وګړو د امنیت لپاره باید لازم اقدامات وشي

د بښنې نړیوال سازمان د دایکندي او غور په پوله کې پر هزاره شیعیانو د داعش وروستی برید غندلی دی.


د بښنې نړیوال سازمان د دایکندي او غور په پوله پر هزاره شیعیانو د داعش وروستی برید ظالمانه بللی او غندلی یې دی.

دغه سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه بیان کې لیکلي، چې دا برید په افغانستان کې د هزاره وګرو پر ضد د قصدي او پلان شویو بریدونو زیاتوالی ښيي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د دغه برید عاملین باید ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپارل شي او په هېواد کې د هزاره وګړو د خوندیتوب لپاره باید لازم اقدامات وشي.

د يادونې ده، چې څلور ورځې وړاندې د دايکنډي او غور پر پوله د شيعه و پر يوه موټر د داعش په بريد کې ١٤ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي وو.
دغه برید له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د دې برید په غبرګون کې د بشري حقونو د څار سازمان مخکې ویلي وو چې وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک ونیو، په افغانستان کې تر ۷۰۰ زیات هزاره شیعیان د داعش په بریدونو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!