برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه زیات شوي دي

د بښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کړې ده.


د بخښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او د دغې ډلې بندیزونه یې د یوه نسل سیستماتیک حذفول بللي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې له کومې وېرې پرته بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

په همدې حال کې طالبان د دغو راپورونو په غبرګون کې ادعا کوي چې له ځینو نیمګړتیاوو سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تامین دي.

شریک یي کړئ!