برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ آذر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د جاپان له نوي سفیر سره وکتل

آریانانیوز: زموږ د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ، محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د جاپان نوي سفیر ښاغلي تکاشي اوکادا سره د بهرنیو چارو په وزارت کې وکتل ...


د غونډې په جریان کې ، د بهرنیو چارو وزیر په تیرو 19 کلونو کې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د اغیزمنې او دوامداره مرستې او همکارۍ او په ژنیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د خپل ملاتړ او ژمنې اعلان له امله د جاپان څخه مننه وکړه. او د جاپان نوي سفیر ته ، چې د افغانستان لپاره دوست هیواد دی ، د کابل او توکیو تر منځ د اړیکو پراخولو کې د بریا هیله وکړه.

ښاغلي اتمر د مرحوم ډاکټر تیتسو ناکامورا د صادقانه خدمتونو قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې د وژل شوي کورنۍ او د جاپان خلکو سره خپله غمرازي او خواشیني څرګنده کړه.

ښاغلي تاکاشي ، د افغانستان او جاپان تر منځ دوستانه اړیکو ته په اشارې سره او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو ټینګښت او پراختیا لپاره پر خپلو هراړخیزو هڅو ټینګار وکړ او خپل باورلیک یې د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړ. هغه د بهرنیو چارو وزیر ته د کابل – توکیو د اړیکو د غښتلتیا او پراختیا لپاره د هراړخیزو هڅو ډاډ ورکړ
سفیر د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ښاغلي اتمر د باور رایې د تصویب په مناسبت د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د مبارکۍ پیغام نسخه د بهرنیو چارو وزیر ته وسپارله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي