برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بهرنيو چارو وزارت ۴۹ مامورين له دندو ګوښه شول

آریانانیوز: د بهرنيو چارو وزارت ۴۹ تنه کارمندان د نيمګړو تعليمي اسناد له امله له دندو لرې کړل شول.


د بهرنيو چارو وزارت او اداري اصلاحاتو د کميسيون په مرسته د بهرنيو چارو ۴۹ کارمندان د نيمګړو تعليمي اسنادو او په وساطو په دندو ګمارل شوي کسان له دندو لري کړل.
د ولسي جرګې د لوړو زده کړو کميسيون مشرې ليما احمدي ويلي دي چې دغه کارکوونکي له کره پلټنو او څېړنو وروسته له دندې لرې کړل شوي دي، هغې وويل چې بهرنيو چارو وزارت کې په مهمو چوکيو د نيمګړو زده کړو مامورين د نورو لوړ پوړو چارواکو په واسطه ګمارل شوي وو.
د ولسي جرګې نورو غړو هم د بهرنيو چارو د وزارت د مامورينو په ټاکلو نيوکې وکړې او ويې ويل چې دلته د وړتيا او استعداد نه مګر د واسطو په بنسټ د هيواد په داخل او بهر کې مامورين ټاکل کيږي.
د ګډ حکومت د جوړېدو وروسته د وزارتونو په ويش کې د بهرنيو چارو وزارت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله په برخه رسېدلی دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په کور دننه او بهر ګڼ شمير افغان ځوانانو په بيلابېلو برخو کې تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې لوړې زده کړې وکړي، خو د افغانستان په ادارو کې د واسطو او فساد له امله ډیر د کار خلک اوزګار ګرځيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي