آریانانیوز: دیوراپورله مخی طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین وويل، د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش تر اعلانیدو وروسته له افغان لوري سره مذکرات پیلېدې شي.
هغه زياته کړه د کابل له ادارې سره به دحکومت په حیث خبرې نه کیږي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند په داسي حال کې له افغاني لوري سره د خبرو مسئله یادوي چې په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې راوني دي.