برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بشپړ سولې اوثبات په هيله

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر «يوناما» مشر تاداميچي ياماموتو په افغانستان کې د خپل پنځه کلن ماموريت په وروستۍ ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د بشپړ امنيت او سولې راتلو په هيله له افغانستانه ځي.
ښاغلي ياماموتو وويل، چې ۲۰۲۰ کال به د ميليونونو افغانانو لپاره د سولې او ثبات زېری ولري، خو لا هم ځينې مهمې ستونزې شته، چې افغانان يې باید پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او شته ستونزې له منځه يوسي.
د يوناما مشر زياته کړې، چې ملګري ملتونه له افغان ولس سره په ګډه هلې ځلې کوي، تر څو افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات خاوند شي.
تداميچي ياماموتو په افغانستان کې د خپل پنځه کلن ماموريت له امله له خپلو افغان همکارانو مننه کړې او دا يې يو ستر وياړ بللی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي