برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د بشري حقونو د څار سازمان د نجونو له تعلیم پرته د افغانستان راتلونکې تیاره بللې

مدارس دخترانه

آریانانیوز: د بشري حقونو د څار سازمان د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د بندولو د دوام په غبرګون کې د افغانستان راتلونکې تیاره بللې ده.


دغه بنسټ په خپله ټویټر پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې ښوونځيو ته له تلو منع دي.

په همدې حال کې، طالبانو د پرله پسې دویم کال لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځینه زده کوونکي ښوونځي او پوهنتون ته له تلو منع کړي دي.

شریک یي کړئ!