برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د انتخاباتو په هکله د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند دریځ

آریانانیوز: دیوراپورله مخی سهیل شاهین څرګنده کړه: په داسې حال کښې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل چې د صلحې د موافقې او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره خبرې اترې روانې دي، د جنګ د دوام سبب کیږي.



شاهین په یوی مرکه کښې وویل: که څوک د خبرواترو له لارې د صلحې ټینګښت نه غواړي نو جنګ به دوام ولري خو بیا هم مونږ غوره ګڼو چې د افغانستان مسئله د خبرواترو له لارې هواره شي ځکه چې زمونږ له نظره دا ترټولو ښه حل لاره ده
هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال ویش فاینل شوی دی او د موافقې له لاسلیکیدو وروسته بین الافغاني خبرې اترې پیلیږي چې په کښې به د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام په هکله پریکړه وشي
دولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کیدو سره د جنګ د دوام په هکله په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند څرګندونې د دې بیانونکې دي چې دغه ډله انتخابات او د هغو نتیجه نه مني او په انتخاباتو باندې د صلحې د خبرواترو په غوره والي ټینګار لري.
طالبانو چې تراوسه یې په قطر کښې د بندو ورونو شاته له امریکې سره د کوټلو او اوږدو خبرواترو اته پړاؤنه ترسره کړې دي، تمه لري چې د سپينې ماڼۍ چارواکي، د مذاکراتو له لارې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره د مهال ویش برابرولو ته تیار کړي.
طالبان تل په افغانستان کښې د انتخاباتو ترسره کیدل د لویدیځې ډیموکراسۍ یو سمبول بللی دی او د دغه هیواد د خلکو په رایو غوره شوي حکومتونه یې په امریکې پورې پیئلي او د هغې لاس پوڅي ګڼلې دي
هم دا وجه ده چې هیڅکله یې غاړه نه ده ایښې چې د جنګ د خاتمې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو او د صلحې د ټینګښت په هکله د افغانستان له حکومت سره خبرواترو ته کښیني او په هم دې لړ کښې یې په افغانستان کښې د شخړو د ختمولو لپاره امریکا د خپل مذاکراتي سیال په توګه غوره کړې ده
د انتخاباتو په پروسې باندې په تیره بیا په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د رول لوبونې تر وخته پورې د طالبانو د بې اعتمادۍ په بنیاد دي چې په قطر کښې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو په نتیجه کښې په دغه هیواد کښې د نوي حکومت جوړیدل به د جنګ د دوام سبب شي او باید له هر ډول انتخاباتو مخکښې د صلحې او ورپورې د اړوندو خبرواترو د پروسې نتیجه معلومه شي
دا ګمان هم کیږي چې د صلحې د خبرواترو د ګټه ور والي او په افغانستان کښې د جنګ او تشدد د ختمولو لپاره پریکنده موافقې ته تر رسیدو پورې د ولسمشریزو انتخابات د ترسره کولو د نیټې په ځنډولو د طالبانو تاکید، په دغې ډلې کښې دننه د ځینو ملاحظاتو په وجه وي چې ستومانه کونکی جنګ یې یوه مهمه وجه ده
د امریکې او طالب ډلې لپاره په یوې بې نتیجې او تکراري څرخې د افغانستان د جنګ د بدلیدو په وجه د دغې جګړې دواړه لوري د صلحې د خبرواترو دوام او په دغه هیواد کښې د دائمي اوربند لپاره سمدستي نتیجې ته رسیدو ته ډیره ګروهنه لري.
شاید وویلی شو چې د انتخاباتو په ترسره کیدو او په افغانستان کښې د نوي حکومت په جوړیدو سره د جنګ د دوام په هکله په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند د خبردارونکې وینا یوه برخه، د صلحې له خبرواترو د نتیجې اخیستلو لپاره د ضروري حالاتو برابرولو ته د مذاکرې د لورو د جدي پاملرنې لپاره غوښتنه وي چې د دغې ډلې ډیره ستره تمه او هیله، له افغانستانه د بشپړې وتنې لپاره د امریکې فیصله او د بین الافغاني مذاکراتو د سریزې برابرول دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي