برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا ړندې بمبارۍ په هیڅ وجه د توجیه وړ نه دي

آریانانیوز: د اجرائیه ریاست دویم مرستیال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق وایی د امریکا شکست څرګند دی، او زیاتوي چې د امریکایي ځواکونو له لوري ملکي خلک هدف ګرځول؛ په هیڅ وجه د منلو وړ نه دي.


محمد محقق د ایران له یوې ورځپاڼې (وطن امروز) سره د مرکې په ترڅ کې دا څرګندوني کړي دي.
نوموړي د ورځپانې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سویلي آسیا په خاصه توګه د افغانستان لپاره د امریکا موجوده ستراتیژۍ څومره اغیزمنه ثابته شوي؟؛ وویل: ټرمپ په لومړیو کې د افغانستان په اړه جګړیزه تګلاره خپله کړه، ده فکر کاوه چې د جګړې له لاري بریا ته رسیدای شي، خو اوس موږ او تاسو وینو چې د سولي په اړه څرګندوني کیږي. او هیڅ داسي دلیل نشته چې امریکا دې له خپل موقفه عقب نشیني ته زړه ښه کړی وای، له دې نه څرګندیږي چې امریکا کاملاً په افغانستان کې له جنګي او سیاسي پلوه له ماتي سره مخ ده.
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال د امریکايي ځواکونو د کړنو په اړه وایی، له 2001م کال نه تر ننه پوري چې امریکایان د بي پیلوټه الوتکو په وسیله د افغانستان په مختلفو برخو کې کوم بریدونه ترسره کیږي او ملکي خلک هدف ګرځوي؛ په هیڅ وجه د توجیه وړ نه دي.
محقق د خپل ائتلاف چې (د افغانستان ژغورني جبهه) نومیږې؛ وایی، د دوی د افغان ژغورني څلور اړخیز ائتلاف د ترکیې تر اغیز لاندی نه دی.
نوموړی وایی چې د راتلونکي طرحه یې دا ده چې د دولت، طالبانو، سیاسي ګوندونو او ملي شخصیتونو ترمنځ، څلور اړخیزه مذاکرات وشي. چې په کابل، قندهار، مزار او یا په یو بل بې طرفه هیواد کې به د مذاکراتو دا غونډه دائره شي، په وینا یې ډېر ژر به دوی په دې اړه دولت ته خپله تګلاره وړاندي کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي