رایان کراکر، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر و، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو پر ضد د مقاومت له ځواکونو ملاتړ وکړي او دا ډله په رسمیت ونهپيژني. هغه ټینګار کړی چې طالبان لا هم له ترهګریزو ډلو سره مرسته کوي، او که دوی ته مشروعیت ورکړل شي، نو دا به د دوی ظالمانه واک ته نوره هم قوي کړي.
کراکر د هرات د امنیتي غونډې پر مهال وویل چې طالبان نه یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګولي، بلکې لا هم له ترهګریزو ډلو سره همکاري لري. هغه د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو یادونه وکړه او ویې ویل:
“دا پېښه وښوده چې طالبان، د خپلو ژمنو برخلاف، لا هم د القاعده ملاتړ کوي. هیڅ نښه نشته چې د دوی چلند بدل شوی وي.”
کراکر ټینګار وکړ چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د نړیوالې ټولنې تر ټولو لویه تېروتنه ده، ځکه دا کار به نه یوازې د دوی حکومت ته مشروعیت ورکړي، بلکې د ترهګرۍ ملاتړ، د ښځو ځورونه، او د افغانستان اقتصادي بحران ته به هم دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه:
“طالبان بدل شوي نه دي؛ بلکې دوی د ۹۰یمې لسیزې په پرتله لا هم خطرناک شوي، ځکه اوس دوی لا ډېر تجربه لري.”
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره ودریږي او د طالبانو پر ضد د مقاومت له ځواکونو ملاتړ وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو ګواښ له پامه غورځول به د سیمې او نړۍ امنیت له خطر سره مخ کړي.