برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د امریکا تجربه کاره پوځي: له افغانستانه وتل د امریکا اخلاقي زوال و

یوې امریکايي رسنۍ له یوه امریکايي تجربه کار پوځي سره په مرکه کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د هغه د نظر په اړه خبرې کړې دي.


اکرمن، یو پخوانی امریکایی سرتیری دی چې پخوا یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې د شنبې په ورځ د اسد په ۱۵مه، له یوې امریکايي رسنۍ (NPR) سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکا وتل د امریکا اخلاقي سقوط وباله.

اکرمن په خپله مرکه کې وویل: زه فکر کوم چې دا یو اخلاقي سقوط او د امریکا د صلاحیت سقوط و.

اکرمن د “پنځمه پرده: په افغانستان کې د امریکا پای” تر سرلیک لاندې په خپل کتاب کې له افغانستان څخه د وتلو د بهیر د ورځو او له دغه هېواد څخه د خلکو د وتلو د نا امیدو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

هغه وايي چې د حکومت د نسکورېدو او د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط پر مهال يې د خپلو افغان همکارانو ډېر متني پيغامونه او زنګونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي پر امریکا تور ولګاوه چې له افغانستان سره یې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل، زرګونه خلک له افغانستانه د تېښتې لپاره هوايي ډګر ته ورغلل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي