آریانانیوز: د طالبانو ویاند د پروان ولایت په بګرام کښې د امریکايي پوځیانو په اډې باندې د دغې ډلې د راکټي حملې خبر ورکړ.
همدا رازذبیح ا… مجاهد په یو ټویټ کښې ولیکل چې د دغې ډلې کسانو بیګا په بګرام کښې د امریکې په پوځي اډې باندې د توغندیو حمله وکړه او ورته یې مرګ ژوبله واړوله.
د کابل په شمال کښې بګرام اډه په افغانستان کښې د امریکې یو ډیر ستر او سنبال مرکز ګڼل کیږي چې په کښې سلګونه امریکايي پوځیان دیره دي او طالب ډلې په دغې اډې په ځلونو حملې کړې دی.