برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغان سولې د هر ډول ناستو کوربه توب ته چمتوالی

آریانانیوز: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانې پروسې ملاتړ کړی دی. نوموړي ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو د افغان سولې د هر ډول ناستو کوربه توب وکړي.


نوموړي دا څرګندونې د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي. له امنیت شورا نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، محب نن مخکې له غرمې د ملي امنیت شورا دفتر کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.
سرچینه کاږي، دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، سیمه ییزو مسایلو، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، اقتصادي او زېربنايي ودې باندې بحث او نظریات شریک کړي دي. کاملوف دغه راز له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ هم ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي