برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۰ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغان بندیانو شمېر اعلان شو

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې اعلان کړی چې اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې ۱۹ زره بندیان دي.


د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولین وايي، دا مهال د هېواد په زندانونو کې ۱۹ زره بندیان پراته دي.

د دې ادارې نظامي مرستيال حبيب الله بدر وويل، چې د دغو ١٩ زره کسانو له جملې څخه ٨٠٠ يې ښځې دي، چې په هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تور بنديانې دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال زياته کړه، چې په هېواد کې هېڅ شخصي زندان نشته او د داسې زندان د جوړولو اجازه به ورنه کړل شي.

د بدر په وينا، په زندانونو کې هېڅ شکنجه نشته او هېڅ بندي د بې سرنوښتۍ په حالت کې نه دى.

د زندانونو د چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال وايي، چې د هېواد په زندانونو کې سياسي بنديان نشته؛ خو یو شمېر بهرني اتباع د بېلابېلو جرمونو په تور په زندانونو کې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي