برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان پولو ته څېرمه د څلورو ورځو لپاره پوځي تمرینات

آریانانیوز: د تاجکستان دفاع وزارت وايي، شاوخوا ۱۰ زره پوځیان يې د روسيې له ۴۰۰ پوځیانو سره یو ځای د افغانستان پولو ته څېرمه د څلورو ورځو لپاره پوځي تمرینات کوي.


بې بې سې د یادې سرچینې په حواله وايي چې دوی له افغانستانه د ورباندې احتمالي برید لپاره دا پوځي تمرینات پیل کړي دي.
له روسي پوځيانو سره ۸۰ عرادې نظامي وسایط هم لیدل کېږي، چې بدخشان ولایت ګورنو سیمې ته څېرمه پر تمریناتو بوخت دي.
افغان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې روسي چارواکو پرلپسې دلته مېشت بهرنیان شمال ته د داعش په لېږدولو تورن کړي دي.

شریک یي کړئ!