برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۴ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د افغانستان په زندانونو کې ۴۰ بهرني اتباع

د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون ادارې مرستیال اعلان کړی چې په افغانستان کې ۴۰ تنه بهرني اتباع بندیان دي.


د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم مرستیال حبیب الله بدر اعلان وکړ چې د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۴۰ بهرني اتباع بندیان دي.

نوموړي د دغو بنديانو د هويت په اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه بهرني اتباع د بېلابېلو هېوادونو دي او د قتل په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي او ډېرى يې د ګاونډيو هېوادونو دي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې دوه امریکايي اتباع د افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې په تور په زندان کې دي.

د طالبانو د زندانونو چارواکو د تېر کال د سلواغې په میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې تر ۱۹ زرو ډېر کسان بندیان دي.

د دوی په خبره، له ۸۰۰ تر ۸۵۰ بندیانو کې ښځې دي او تر ۲۰۰ ډېر بندیان د طالبانو غړي دي.

شریک یي کړئ!