برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د افغانستان په دفترونو او روغتونونو کې د ماسک کارول لازمي شول

آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې له نن څخه په دولتي دفترونو او روغتونونو کې د ماسک کارول لازمي دي...


د عامې روغتیا وزارت ویندوی ، اکمل سمسور وویل ، په دولتي دفترونو کې د ماسک لازمي کولو وزارت وړاندیز د کابینې له خوا تصویب شوی او له دې وروسته به په دولتي دفترونو کې کارمندان او مراجعین باید ماسک واغوندي.

هغه زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت رییس احمد جواد عثماني د 34 ولایتونو له طبي چارواکو سره په مجازی ناسته کې ټینګار وکړ چې ټول روغتیایی کارکوونکي باید ماسک واغوندي او ناروغان هم باید د ماسک سره روغتون ته ننوځي.

د وزارت چارواکو له خلکو وغوښتل چې د کورونا ویروس د دویم څپې خپریدو مخنیوي لپاره د روغتیا لارښوونې په کلکه تعقیب کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي