برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان لپاره نوی استازی ګمارل

آریانانیوز: د رسنیودرپوټ په اساس د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بیجینګ د افغانستان لپاره لیو جیان د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.
ښاغلي لیو افغانستان، مالیزیا، پاکستان او څو نورو هېوادونو کې د چین د سفیر په توګه د کار تجربه لري
له هغه مخکې”دنګ شې جنګ” د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په توګه کار کاوو
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګینک شوانګ وايي:«چین تل د افغانستان سولې بهیر او پخلاینې کې په جدي توګه ګډون کړی دی او هغې ته یې پرمختګ ورکړی او د ښکيلو غاړو همغږي او پر افغانستان پورې تړلې نړیوالې همکارۍ یې مهمې ښکاره کړې دي. د افغانستان لپاره د چین مخکني ځانګړي استازي د افغانستان سیاسي حل لاره کې مثبته ونډه درلوده. هغه په دې وروستیو کې “آسیان ” کې د چین د سفیر په توګه ګمارل شوی دی
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د افغانستان لپاره نوی استازی به یې هڅه و کړي، څو افغانستان کې سوله تامین شي
هغه زیاتوي:«چین به افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره خپله ونډه ترسره کړي
چین د افغانستان سولې بهیر کې فعالو هېوادونو بلل کېږي، دغه هېواد د افغانانو ترمنځ د سولې یوې دورې د خبرو کوربتوب ژمنه یې کړې ده، خو تر اوسه دا خبرې نه دي ترسره شوې.

شریک یي کړئ!