له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د ۲۳ پخوانیو چارواکو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون اعلان کړی چې تېره میاشت د دغه هېواد د پخواني حکومت ۲۳ چارواکي بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي چې د هېواد د تېر حکومت د یو شمېر غړو د بېرته ستنولو هڅې لا هم روانې دي.
تر دې مخکې د طالبانو د تماس د کمیسیون ویاند ویلي وو چې دغه کمیسیون له اشرف غني پرته په بهر کې ټولو افغان څېرو او شخصیتونو ته پیغام استولی چې خپل وطن ته ستانه شي.