برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان د مشکلاتو حل یوازې له سیاسي لارې ممکن دی.

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس علي لاریجاني پرون مازیګر په تهران کښې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر عبدالرؤف ابراهیمي په کتنه کښې څرګنده کړه: د افغانستان ولس په دې وروستیو کلونو کښې له ډیرو کړکیچونو تیر شوی دی.


د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر په دې خبرې سره چې د افغانستان د ستونزو د هواري لاره، پوځي نه ده او باید په سیاسي ډول هوارې شي، څرګنده کړه: د هیوادونو د پارلیمانونو د مشرانو غونډه د هغوي ترمینځ د همپالنې د زیاتیدو سبب کیږي.
په دغه کتنه کښې د افغانستان د ولسي جرګې (پارلیمان) مشر عبدالرؤف ابراهیمي هم افغانستان او ایران دوه ګاونډي او مسلمان هیوادونه وبلل او ویې ویل: ایران په سختو حالاتو کښې د افغانستان مرسته وکړه او د دې هیواد د ولس ترڅنګ ودرید.
هغه په دې خبرې سره چې نړیواله ترهګري د سیمې ترټولو مهمه مسئله ده، څرګنده کړه: ترهګرۍ د هیوادونو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې برخې اغیزمنې کړې دي او ضروري ده چې د دې کړکیچ د هواري په چوکاټ کښې سیاسي او امنیتي ملګرتیاوې پياوړې شي ځکه چې د افغانستان امنیت، د سیمې امنیت دی.
د ویلو ده چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر، له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د ایران، پاکستان، افغانستان، ترکیې، چین او روسیې د پارلیمانونو د مشرانو په دویمه غونډه کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي