برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان همکاري

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي اعلان وکړ چې د افغانستان د ګڼو ننګونو د حل لپاره همکاري کوي.


د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي په دوحه کې په درېیمه غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له سرپرست حکومت سره رغنده او دوامداره خبرو ته اړتیا ده.

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي طارق علي بخت ویلي، چې دغه سازمان له طالبانو سره د ښځو د زده کړې او کار او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه رغنده خبرو ته دوام ورکوي.

د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا په ایکس چینل کې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، بخیت په خپله وینا کې د افغانستان او خلکو له ګڼو ننګونو سره د مقابلې لپاره د یوې هماهنګه او منسجمې ستراتیژیکې تګلارې پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل، دغه هدف ته رسیدل د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د دوامداره او رغنده تعامل له لارې ممکن دي.

د یادونې ده ، د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ!