برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ فروردین , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د افغانستان د دوستان ګروپ: هدفي وژنې د سولې پروسه ګډوډوي

آریانانیوز: ملګرو ملتونو کې د افغانستان ملګري په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو غندنه کوي...


په ملګرو ملتونو کې د نړۍ د 35 نماینده ګانو یوه ډله چې د افغانستان د میرمنو دوستان ډلې په نوم پیژندل کیږي په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې ، دوامداره تاوتریخوالی او هدفي وژنې په شمول د طالبانو او حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو لکه القاعده او داعش، په کلکه غندنه کوي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدامات د سولې راتلونکی زیانمنوي، مدني فضا او د بیان آزادي ته زیان رسوي او اړمنو خلکو ته لومړني خدمات چمتو کولو مخه نیسي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو ، د مدني ټولنې غړو ، دولتي کارمندانو ، دیني عالمانو او روڼ اندو چې د دوی ډیری میرمنې دي د هدف ګرځولو ناوړه عملونه باید سمدستي ودریږي او عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.

اعلامیه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر لخوا د راپور په اساس ، د 2020 کال د سپټمبر له 12څخه د سولې د خبرو د پیل، د جنوري تر 2021 پورې په افغانستان کې په هدفي حملو کې شاوخوا 11 د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه راپور چې تیرکال د سلواغې په میاشتې کې خپور شو وویل چې د دې بریدونو په پایله کې ، لوی شمیر متخصصینو ځان سانسور کړی یا خپلې دندې پریښې ، او ډیری یې د مشهور شخصیتونو په شمول ، له افغانستان څخه تښتیدلي دي.

له دې 11 تنو څخه پنځه یې د بشري حقونو مدافعین او شپږ د رسنیو کارکونکي وو چې په څلورو میاشتو کې په افغانستان کې مړه شوي.

د افغانستان د دوستان ګروپ اعلامیه کې دا هم راغلي: موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ او په دې هیواد کې د سولې ، عدالت او پرمختګ لپاره د دوی د هیلو او امیدونو لپاره د خپل ملاتړ څرګندوو. موږ د سولې پروسې لپاره خپل قوي ملاتړ څرګندوو چې پکې د تیرو 20 کلونو لاسته راوړنې باید وساتل شي او پرمختګ هم وشي.

بیان کې ویل شوي چې میرمنې په افغانستان کې د ټولنې په لومړۍ برخه کې دي، ځوانان د بدلون ترشا محرک ځواک دي ، او خپلواک او آزادې رسنۍ په یوه دموکراتیک افغانستان کې مهم رول لوبوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي