برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغانستان د الوتنو لپاره د پاکستان نوي مقررات

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه نوي فرمان کې ویلي چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته ټولې الوتنې باید د پاکستان هوایي حریم ته له ننوتلو لږ تر لږه ۱۵ دقیقې مخکې خبر ورکړي.


د دې نوي مهالویش له مخې د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې د افغانستان د پروازونو لپاره د راتلونکو پروازونو فریکونسی جاري کړي دي.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې ټینګار کړی چې د پاکستان په هوايي حریم کې د الوتنو لپاره به د مخکنۍ خبرتیا پر اساس د هوايي ترافیک خدمات موجود وي.

دغه هوايي ټرافيکي خدمات به د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد د سيمه ييزو مرکزونو له لارې آسانتیا ورته برابریږي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، پاکستان په افغانستان کې د الوتنو د انحصار په لټه کې دی او په بېلابېلو پلمو د افغان هوايي شرکتونو د الوتنو مخه نیسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي