آریانانیوز: ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځيانو له خوا د نشه يي توکو يوه لويه محموله نيول شوې ده.
پاکستاني رسنیو د سرحدي چارواکو له قوله د څه باندې شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت د نشه يي توکو د یوې لویې محمولې د نیولو خبر ورکړی دی.
رسنیو نور جزیات نه دي ورکړي. د طالبانو موقت حکومت تر اوسه د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.