برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۴ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په حجم کې کموالی راغلی

د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ویلي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداگري د پام وړ کمه شوې ده.


د پاکستان د لاهور ښار د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس کاشف انور دغه څرګندونی په لاهورکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال خانجان الکوزي په مشرۍ له پلاوي سره په کتنه کې کړې ده.

د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ویلي، اسلام اباد او افغانستان باید د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ او کوټلي ګامونه پورته کړي.

د انور په خبره، اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۵۲۲ میلیونه ډالره دی.

د لاهور د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مشر يادونه وکړه: که د دواړو هېوادونو تر منځ بانکي لارې جوړې شي، د سوداګرۍ حجم څو برابره زياتېدای شي.

هغه زياته کړه چې له لاهور څخه افغانستان ته د غاليو، وريجو او د ماشين پرزو د صادراتو د زياتوالي زمينه شته.

خانجان الکوزي همداراز په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو سوداګر اړ دي چې سوداګریزې تبادلې تر بل هر وخت زیاتې کړي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ سیاسي بې ثباتي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د کمښت لامل شوې ده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي