برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغانستان اسمان د امریکا تر اشغال لاندې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان وکړ چې د امریکا او ځینو هېوادونو بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا الوتنې کوي.


د افغان حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي ټینګار کړی چې د هېواد هوايي حریم د نورو په لاس کې دی.

هغه زیاته کړه چې د امریکا او یو شمېر هېوادونو بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا الوتنې کوي او موږ هېڅ نه شو کولای.

ستانکزي وویل: کله چې د افغانستان خلک سره یو شي او افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو کې پیاوړی کړي، نو د دغو الوتکو د الوت مخه نیول کېږي او د دا ډول بهرنیو مداخلو مخه به ونیول شي.

د ځینو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د رادار سیستم له ویجاړېدو او له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره زمینه برابره شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي