برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان اجرائیه رئیس د ترکیې له لومړي وزیر سره د امنیتي، اقتصادي، سیاسي او تحصیلي همکاریو پر زیاتوالي بحث وکړی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ترکیې له لومړي وزیر بنالي یلدیریم او ورسره پلاوي سره په کابل کي ولیدل.


په دې لیدنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ‌ د امنیتي، اقتصادي، سیاسي، تحصیلي، سیاحتي او کلتوري همکاریو پر اوسني وضعیت او زیاتوالي باندي بحث وسو.

اجرائیه رئیس د ترکیې له لومړي وزیر سره په لیدنه کي د هغو همکاریو څخه مننه وکړه،‌چي دغه هیواد د کلونو په اوږدو کي په ملکي او پوځي برخو کي له افغانستان سره کړي،‌خو یادونه ئې وکړه،‌چي دا همکارۍ باید نوري پسي زیاتي سي.

د ترکیې لومړي وزیر بنالي یلدیریم وویل،‌چي هیواد ئې د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کي د افغان حکومت سره اوږه پر اوږه ولاړ دی او د سولي لپاره د وړاندیز سوي بستې څخه هم ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، چي ترکیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو بهتري غواړي او امادګي لري، چي د هیوادونو د مشرانو د درې اړخیزي غونډي کوربتوب هم وکړي.

نوموړي یادونه وکړه، چي دوی د سولي په پروسه کي د افغان حکومت هڅي ستايي او هیله لري، چي وسلوال طالبان به له دې تازه ایجاد سوي فرصت څخه د سولي لپاره ګټه واخلي.

ښاغلي یلدیریم همداراز وویل،‌چي د افغانستان او ترکیې ترمنځ اقتصادي اړیکي باید نوري هم پسي پراخي سي او په دې برخه کي پراته خنډونه له منځه ولاړ سي.

هغه د هیواد اجرائیه رئیس په راتلونکې می میاشت کي د ترکیې په کوربتوب د دوه اړخیز اقتصادي کمېسون غونډي ته دعوت کړی.

وروسته د هیواد اجرائیه رئیس د اقتصادي کمېسون ناستي ته د ترکیې د لومړي وزیر دعوت ومنی او وویل،‌چي په دې کمېسون کي به د تجارت، ټرانزیټ، پانګه اچوني او نورو اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه وسي.

هغه وویل، چي افغان حکومت هیله لري، چي د ترکیې تجار او پانګه وال په افغانستان کي سرمایه ګزاري وکړي او په دې توګه د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو په برخه کي مهم ګام واخستل سي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، چي تعلیمي همکارۍ هم خورا اساسي نقش لري او ددې همکاریو د زیاتوالي لپاره باید د افغان ترک مکاتبو په اړه لاسلیک سوې توافق نامه په بشپړه توګه تطبیق او د تدریس کیفیت نور هم پسي ښه سي.

نوموړي د ترکیې لومړي وزیر ته وویل، چي په ترکیه کي میشت غیر قانوني کډوال دي په خپله خوښه د مسؤلو افغان ادارو تر پېژندني او تائید وروسته خپل هیواد ته راستانه کړل سي، ځکه د هغوی لپاره تر ټولو بهتره ځای افغانستان دی.

هغه وړاندیز وکړی، چي د دوو هیوادونو د کورنیو چارو وزارتونه باید د قانوني او غیر قانوني کډوالو د تثبیت او د غیر قانوني هغو د بیرته راتګ په اړه ګډي همکارۍ ولري.

اجرائیه رئیس همداراز وړاندیز وکړی، چي افغان محصلینو ته دي نور بورسونه ورکول سي او همداراز دي افغان ناروغانو ته په ترکیه کي د ښې تداوۍ اسانه زمینه مساعده سي.

نوموړي د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مسئلې ته په اشارې سره وویل، چي دا مسئله باید حل سي او هر څوک په خپل هیواد کي د نورو سره په ګډه ژوند او د راتلونکي لپاره کار وکړي.

ډاکټر عبدالله د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د درې اړخیزي ناستي له وړاندیز څخه هر کلی وکړی او د اړیکو په سمون کي ئې د ترکیې هڅي وستایلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي