برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده

د اسلامي همکاریو سازمان د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.


د اسلامي همکاريو سازمان په يوه پريکړه ليک کې په افغانستان کې د کار او زده کړې د حق په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ پر اړتيا ټينګار کړى دى.

دغه سازمان په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

په دغه پریکړه لیک کې د بشردوستانه ننګونو، بشري حقونو، قومي لانجو، امنیت، ترهګرۍ او نشه یي توکو په ګډون د افغانانو د ستونزو پر حل ټینګار شوی دی.

په همدې حال کې د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه د دغه سازمان په عمومي غونډه کې افغانستان ته په اشارې سره وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د بشردوستانه چلند او رغنده خبرو په چوکاټ کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

نوموړي دغه راز له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې چې د اسلامي پراختيايي بانک تر څارنې او مديريت لاندې دى، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له بشري هڅو سره مرسته وکړئ.

د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو پنځلسمه سرمشريزه غونډه د ” تلپاتې پرمختيا لپاره د خبرو اترو له لارې د يووالي او پيوستون پياوړتيا ” تر عنوان لاندې په ګامبيا کې تر سره کېږي.

شریک یي کړئ!