برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسرایيلي تروریستانو پر ضد د فلسطیني ولس ملا تړکول

ولسي جرګې د امریکا له لوري بیت المقدس د اسراييلو د مرکز په توګه پېژندل غندلي او د فلسطین داعیه يې پر حق ګڼلې.



دې جرګې د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره په غزه کې پر لاریون کوونکو د اسراییلي عسکرو وروستۍ مرګونې ډزې تروریزم بللی او غږ يې کړی چې د فلسطیني ولس ملاتړي دي.
په پرېکړه لیک کې پر اسلامي هېوادونو غږ شوی چې د اسراییلو د دې جنایاتو پر ضد باید عملاً ګام پورته کړي.
د ولسي جرګې په پرېکړه لیک کې د بشري حقونو ادارې پر فلسطیني وحشت د کېدونکي ظلم پر وړاندې پر «مرګونې خاموشۍ» تورنې شوې او غږ پرې شوی چې باید د اسراییلي تروریزم پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو په سر مشریزه کې ډاکټر غني هم د افغانانو پر استازیتوب د فلسطیني ولس د ملاتړ غږ وکړ او يې ویل چې قدس شریف زموږ شریک ارزښت دی.
ټرمپ د تېر میلادي کال د ډيسمبر په شپږمه رسماً بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه معرفي کړ، چې څو ورځې وړاندې يې خپل سفارت هم له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ.
هغه د سفارت د لېږ پر مهال اسراییلو ته مبارکي ورکړه او دا يې د بریا لویه ورځ وبلله.
د امریکا او اسراییلو د دې جنایت په غبرګون کې زرګونو تنو په غزه کې لاریونونه پیل کړل، چې اسراییلي عسکرو پکې ۵۰ تنه ووژل او تر ۲زره ډېر نور يې ټپیان کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي