برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ارګ مخې ته لاريون

آریانانیوز: د غزني ولایت سلګونو هزاره اوسېدونکو په دې ولايت کې د نا امنۍ او د حکومت د بې غورۍ له امله په کابل کې د ارګ مخې ته لاريون کړی دی چې لاهم دوام لري.


لاريون کوونکی وايي چې حکومت غزني ولایت ته هيڅ پاملرنه نه کوي او توپيري چلند کوي او وايي چې د حکومت د بې غورۍ له امله د غزني د جاغوري او مالستان په ګډون ډیرې سيمې ورځ تر بله د امنيتي تهديد سره مخ دي او وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو لوري ته روان دی.

د لاريون له امله ښار ته ټولې تللې لارې د ترافيکو پرمخ تړل شوي دي او هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چې د لاريون سيمې ته لاړ شي.
همدا راز د لاريون سيمې ته نژدې دوکانونه هم تړل شوي دي.
تيره شپه هم د غزني يو شمير اوسېدونکو د کابل ښار په پښتونستان واټ کې لاريون کړی و.
لاريون کوونکي وايي چې تر څو د غزني د امنيت ستونزه په سمه توګه حل شوي نه وي او يا هم حکومت ورته پوره ډاډ نه وي ورکړی لاريون به يې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا مياشتې وړاندې د غزني ولايت سقوط وکړ او د څو ورځو له پاره له طالبانو سره و.
تيره شپه هم ددې ولايت په مالستان ولسوالۍ طالبانو بريد کړی دی چې له امله يې دا ولسوالۍ سقوط کړې ده او د طالبانو په وينا چې لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
تر اوسه پورې دولتي چارواکو د لاريون کوونکو غږ ته کوم مثبت او منفي ځواب نه دی ویلی او نه هم د لاريون سيمې ته کوم دولتي چارواکی ورغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي