برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ارګ دحکم ځنډول

آریانانیوز: د ملي يووالي حکومت اجراييه رياست د يوه فرمان په صادرلو سره ويلي، دې لپاره چې اوسمهال د ولسمشريزو ټاکنيزو سيالۍ روانې دي، بهرنيو چارو وزارت کې د د حکم عملي کول دې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې وځنډول شي او د ټاکنو له پايلو وروسته دې د وخت حاکم دولت په دې اړه لازم اقدام وکړي
په دې فرمان کې چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، ويل شوي، د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاینونو پرمهال د بهرنیو چارو وزارت د څېړنې اقدامات د ټاکنيزو مبارزو پر وخت د داسې يو فرمان صادرول د ټاکنيزو سياليو موخې نه پرته بل څه نه دي
د اجراييه رياست فرمان د سنبلې په ۱۴مه نېټه خپور صادر شوی، يعنې نږدې ۲۰ ورځې وروسته د ولسمشر له فرمان نه وروسته، چې د بهرنيو چارو وزارت د تورونو د څېړنو په اړه خپور شو
ولسمشر غني د څېړنو دا فرمان هغه مهال صادر کړ، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې (میک) د بهرنيو چارو وزارت پر ګمارنو او بهر ته د دې وزارت د کارکوونکو د لېږلو په تړاو د فساد راپور خپور کړ
له فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې یا مېک راپور چې د روان کال د اسد مياشتې په ۱۶مه نېټه خپور شو، ويل شوي وو، د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماټیکو او د قونسليو کارکوونکیو د لېږلو او ګومارلو بهیر سیاسي نفوذ او لاسوهنو سخت اغېزمن کړی دی
د دې کمېټې مسوولانو ويلي وو، د بهرنیو چارو وزارت ۴۰ سلنه کارکوونکي په نارسمي توګه د اړیکو له مخې ګومارل شوي دي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت بيا دا راپور ناسم، يو اړخيز، سياسي او له غرضه ډک وباله
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ټینګار کوي، چې د بهرنیو چارو وزارت د نظارت په اړه د ولسمشر غني فرمان دې پلی شي
د ولسمشر وياند صدیق صديقي رسنيو ته ويلي، چې د ولسمشر حکم بايد عملي شي او ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې چې ولسمشرۍ ته يو نوماند وي لومړی ولسمشر دی او د حکومت د کړنو د مخته وړلو مسووليت هم لري

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي