برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ دی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د اروپایي ټولنې ۳۶ ملیونه یورو مرسته د افغان مهاجرینو او بېځایه شویو لپاره

اروپایي ټولنې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو لوی کمیسیونرۍ سره د افغان مهاجرینو د ملاتړ لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی. دغه تړون کې ۳۶ ملیونه یورو مرسته شامله ده چې د اساسي خدماتو برابرولو، د ژوند فرصتونو رامنځته کولو، او دننه بېځایه شویو او په ګاونډیو هیوادونو کې افغان مهاجرینو د ملاتړ لپاره ده.


د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولي ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو د مهاجرینو لوی کمیسیونرۍ سره د افغان مهاجرینو د ملاتړ په اړه تړون لاسلیک کړی دی.

د دوی په رسمي ویب پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اروپایي ټولنه به دننه بېځایه شوي افغانان او په ایران، پاکستان، او د مرکزي آسیا په هیوادونو کې مېشت افغان مهاجرین مرسته وکړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د دغه تړون له مخې، اروپایي ټولنه به ۳۶ ملیونه یورو مرسته برابر کړي ترڅو سلګونو زرو بېځایه شویو، مهاجرینو، او راستنېدونکو کورنیو ته اساسي خدمات، د ژوند فرصتونه، او نورې مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو بهیر زیات شوی دی.

شریک یي کړئ!