برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ابوظبۍ په کمپ کې د افغان کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنې

آریانانیوز: یو شمېر هغه افغانان چې د بهرنیو بنسټونو او حکومتونو په ځانګړې توګه د امریکا د حکومت له خوا د ایستلو په بهیر کې په عربي هېوادونو کې کمپونو ته لېږدول شوي، د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښمن دي.


د یوې بهرنۍ رسنۍ په وینا، ځینې هغه کسان چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې په دوو کمپونو کې دي، وايي چې تر اوسه یې مقصدو هیوادونو ته د دوی د لیږد په اړه روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د سرچينې په وينا، زرګونه افغانان له اتو مياشتو راهيسې په دغو کمپونو کې دي او دوى ته له کمپونو د وتلو اجازه نه ورکول کېږي. د یوه امریکایی یا اروپایی هیواد د ویزې انتظار دوی ستړی کړی او دوی روښانه ځواب غواړی.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د هغو کسانو د ایستلو بهیر به دوام وکړي چې د امریکا له حکومت سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

په هرصورت په دې وروستیو کې افغان کډوالو هم د ابوظبۍ په کمپونو کې مظاهرې وکړې او له چارواکو یې وغوښتل چې د دوی دوسیې ته رسیدګي وشي.

خو د دغو کسانو یو زیات شمیر اوس هم د دریم هیواد په کمپونو کې پراته دي او وایي چې دوی له ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ دي.

 

 

 

شریک یي کړئ!