برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د آسیا د موتای په اتلولۍ سیالیو کې دوه بریاوې تر لاسه کول

آریانانیوز: درسنیودراپور په اساس د آسیا د موتای په اتلولۍ سیالیو کې د افغانستان د موتای ښځینه ملي لوبډلې غړې شبنم حسین زاده په ۴۸ کیلوګرام وزن کې د چین مبارزه تایپه ماته کړه او د سیالیو بل پړاو ته یې لار وموندله
د موتای سیالیو د ملي لوبډلې بل غړي عیسی خان عباسي په ۶۳ اعشاریه ۵ کیلو ګرام وزن کې پخپل اردني سیال بریالی شو او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه
د دغو سیالیو په بهیر کې مرتضی شمال د ۶۷ کیلو ګرام وزن پر لرلو تایلندي موتای کار د یو امتیاز پر اخیستلو بریالی کړ
د آسیا د موتای په اتلولۍ سیالیو کې ۳۰۰ موتای کارو له ۳۵ هېوادونو څخه ګډون کړی دی. د دغو لوبو کوربتوب د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ ښار کوي.

شریک یي کړئ!