برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ سرطان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دیو ی امنیتی پوستی سقوط

آریانانیوز: د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري په دی اړه رسنیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو فیض‌اباد ته نژدې پر ارګو ولسوالۍ د طالبانو د برید په نتیجه کې یوه امنیتې پوسته له‌منځه تللې او طالبانو یې ټول پوځي تجهیزات له ځانه سره وړي دي.



ښاغلی نظري ددې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه وایي:”له بده‌مرغه په‌دې عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. وسله‌والو مخالفینو ته هم په‌دې برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.”
د بدخشان د ولایتي شورا غړي دا خبر تأییدوي او د امنیتي ارګانونو په کمزورۍ انتقادونه کوي.
دوی وایي، که د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه وانه‌خېستل شي، مرکز فیض‌اباد به هم له ګڼو خطرونو سره مخامخ شي. طالبانو تر اوسه په‌دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه